دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 254396
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په اجنډا کې د افغان ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړول
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړول د اجنډا په سر کې دي.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی د جمعې په ورځ (د غبرګولی۲۷) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې هغه د بلجیم د استازو مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې له غړو سره وکتل.
 
ریچارډ بینیټ دا هم وویل چې دا غونډه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه جوړه شوې وه.
 
https://avapress.com/vdceoe8wpjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته