کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا عبدالغني برادر زلزله کې له زیانمن شویو هېوادوالو سره ژوره خواشیني او غم شریکي څرګنده کړه

1 سرطان 1401 ساعت 11:51

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پکتیکا، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره خواشیني او غم شریکي څرګنده کړې.


آوا، د ریاست‌الوزرا دفتر وايي، چې د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال طبیعي پېښو ته د رسېدو کمیسیون د مشر په توګه ټولو اړوند ادارو ته امر کړئ، چې ژر تر ژره د پېښو ځایونو ته ځانونه ورسوي او له ټولو امکاناتو په کار اخیستلو زیانمن شویو ته رسېدنه وکړي.
 
د زلزلې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، نن چهارشنبه (سرطان ۱) د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه ۱:۲۴ دقیقې د ۵.۹ ریښتر درجې په کچه زلزله وشوه.
 
د ا.ا ویاند بلال کریمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د درنې زلزلې له امله سلګونه کسان ټپیان او وژل شوي او لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي.
 
د زلزلې مرکز د خوست سویل لوېدیځ ۴۶ کیلومتره په ۱۰ کیلومترۍ کې ژوروالی ښودل شوی دی.
 
د ا.ا چارواکي وايي چې د ریاست‌الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر چې طبيعي پېښو ته د رسېدو کمېسيون مشري هم پر غاړه لري په مشرۍ بېړنۍ ناسته شوې او پرېکړه شوې چې ډیر ژر به د پېښې ځای ته درمل، خوراکي او نور اړین توکې ولیږدول شي.
 
الجزیرې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۵۵ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې زیات شمیر لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
 
د خوست ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د بېګانۍ زلزلې له امله ۱۲۰ کسان ټپیان او وژل شوي او ګڼ شمېر کورونه ړنګ شوي.
 
ځايي چارواکي وايي، چې د ټپیانو د لېږد په موخه سیمې ته هلیکوپټرې او امبولانسونه رسېدلي دي.
 
 


د مطلب کود: 254623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254623/ملا-عبدالغني-برادر-زلزله-کې-له-زیانمن-شویو-هېوادوالو-سره-ژوره-خواشیني-او-غم-شریکي-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com