کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان په افغانستان کې د زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړه

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 1 سرطان 1401 ساعت 14:45

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او لومړي وزیر شهباز شریف په زلزله کې پر وژل شویو کسانو خواخوږي څرګنده کړې ده.


آوا ، لومړی وزیر وویل چې « اړوند چارواکي د اړتیا په دې وخت کې د افغانستان د ملاتړ لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د یوې غمجنې زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
 
په بیان کې راغلي: "د پاکستان خلک په دې سخت وخت کې له خپلو افغان وروڼو سره په ټینګه ولاړ دي. موږ په دې کې هیڅ شک نه لرو چې د افغانستان ولس به په خپل ځانګړنه استقامت سره د دې طبیعي ناورین اغیزې له منځه یوسي."
 
 


د مطلب کود: 254642

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254642/پاکستان-په-افغانستان-کې-د-زلزلې-مرګ-ژوبلې-اړه-خواشیني-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com