کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپا په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرستې ته چمتووالی اعلان وکړ

2 سرطان 1401 ساعت 13:54

اروپايي ټولنې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې له خلکو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.


آوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن پر ټویټر لیکلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د زلزله ځپلو وضعیت له نږدې څاري.
 
هغه وویل د اروپايي اتحادیې هیوادونه چمتو دي چې اوسیدونکو او اغیزمنو سیمو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
 
دوه شپې وړاندې د۶،۱ ریښتر درجې په کچه  زلزله د هېواد په جنوب کې د پکتیکا او خوست ولایتونو کې زرګونه کسان شهید او ژوبل کړل.
 
د چهارشنبې په ورځ ناوخته د زلزلې له امله د لومړنيو شمېرو له مخې د شهیدانو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپيانو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی وو.
 
د اسلامي امارت مشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.
 
نړیوال سازمانونه وايي، دوی نه شي کولای چې له خاورو خځلو څخه قربانیان را وباسي او مرستندویه هېوادونه باید ژر تر ژره د ژغورنې ډلې ولېږي.
 


د مطلب کود: 254683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254683/اروپا-په-افغانستان-کې-له-زلزله-ځپلو-سره-مرستې-ته-چمتووالی-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com