کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د اسیا د تکواندو په سیالیو کې اووم مقام خپل کړ

9 سرطان 1401 ساعت 10:01

افغان تکواندو ورزشکاران بیا هم وکولای شول چې د اسیا د تکواندو په سیالیو کې د ۵۰ نمرو په لرلو سره اووم مقام خپل کړي.


آوا، د افغان تکواندو ورزشکارانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان تکواندو ورزشکاران وتوانیدل چې د اسیا د تکواندو په سیالیو کې د ۵۰ نمرو په ترلاسه کولو سره اووم مقام خپل کړي.
 
محسن رضايي د اسیا د تکواندو په سیالیو کې؛ له منګولیا او جاپان څخه یې د خپلو سیالانو پر وړاندې بریا خپله کړه، خو له جنوبي کوریا څخه یې ماته ومنله.
 
علي اکبر امیري له خپل ایراني سیال څخه ماته وخوړه خو د ازبک سیال څخه لوبه وکټله او حسین لطفي هم له خپل ایراني سیال څخه ماته ومنله او کویټي سیال څخه ماتې وخوړه.
 
د اسيا د تکواندو د نارينه وو په سياليو کې ازبکستان د سرو زرو په څلورو مډالونو سره د اسيايي سياليو اتل شو.
 
د یادولو وړ ده چې نجیب الله سکندر؛ د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون رئیس د اسیا د تکواندو سیالیو د غوره ریفري په توګه وپېژندل شو.
 


د مطلب کود: 255026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255026/افغانستان-د-اسیا-تکواندو-په-سیالیو-کې-اووم-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com