کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لویې جرګې د خیمې په شاوخوا کې چاودني او ډزې؛ حکومت: کومه ستونزه نشته

9 سرطان 1401 ساعت 14:40

په داسې حال کې چې په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د "دیني عالمانو ستره غونډه" جوړه شوې وه، د پلازمېنې اوسېدونکو د دغې غونډې په ترڅ کې د څو چاودنو او ډزو د رامنځته کېدو خبر ورکړ. خو د کورنیو چارو وزارت د کومې چاودنې یا نښتې خبره رد کړې ده.


آوا - کابل: د کابل ښار د څلورمې ناحیې د اوسیدونکو د څرګندونو پر بنسټ، جګړه د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۹ مه) شاوخوا ۱۲:۴۰ پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
 
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې هم په دې سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې ښيي.
 
خو عبدالنافع ټکور؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې سیمه کې د چاودنو او نښتو رامنځته کېدل ردوي.
 
د ټکور په خبره، د دیني عالمانو لویه غونډه په نظم او امنیت سره ترسره شوي او هیڅ ډول ستونزه نشته.
 
ذبیح الله مجاهد؛ د اسلامي امارت ویاند هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د غونډې په شاوخوا کې کومه ستونزه نشته. امنیتي ځواکونو په یوه مشکوک ځای څو ډزې کړي دي، چې نوره د اندېښنې وړ خبره نه ده.
 
په ورته وخت کې د «ملي ازادۍ جبهې» په نوم یوه غورځنګ ادعا کړې چې دا برید د دغې جبهې د ځواکونو کار دی.
 
د دې جنهي په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا برید د طالبانو د له منځه وړلو په موخه شوی دی.
 
آوا خبري اژانس په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نشي کولاي.
 


د مطلب کود: 255054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255054/د-لویې-جرګې-خیمې-په-شاوخوا-کې-چاودني-او-ډزې-حکومت-کومه-ستونزه-نشته

آوا
  https://www.avapress.com