افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښار د څلورمې ناحیې د اوسیدونکو د څرګندونو پر بنسټ، جګړه د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۹ مه) شاوخوا ۱۲:۴۰ پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې هم په دې سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې ښيي.
خو عبدالنافع ټکور؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې سیمه کې د چاودنو او نښتو رامنځته کېدل ردوي.
د ټکور په خبره، د دیني عالمانو لویه غونډه په نظم او امنیت سره ترسره شوي او هیڅ ډول ستونزه نشته.
ذبیح الله مجاهد؛ د اسلامي امارت ویاند هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د غونډې په شاوخوا کې کومه ستونزه نشته. امنیتي ځواکونو په یوه مشکوک ځای څو ډزې کړي دي، چې نوره د اندېښنې وړ خبره نه ده.
په ورته وخت کې د «ملي ازادۍ جبهې» په نوم یوه غورځنګ ادعا کړې چې دا برید د دغې جبهې د ځواکونو کار دی.
د دې جنهي په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا برید د طالبانو د له منځه وړلو په موخه شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نشي کولاي.