کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغان محصلینو ته د زده کړي زمینه برابروي

12 سرطان 1401 ساعت 11:10

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد په معتبرو پوهنتونونو کې افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو او د زده کړو د زمینې د برابرولو لپاره هڅې کړې دي.


آوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، که څه هم په سیمه کې وضعیت نه دی بدل شوی، خو دوی د افغانستان لپاره تېر کال او سږ کال د فولبرایټ پر پروګرام کار کوي.
 
د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به هغه کسان په پام کې ونیسي چې سږکال او تېر کال یې د فولبرایټ سکالرشپ نیمه پای ته رسولي دي.
 
امریکا د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له امله د فولبرایټ سکالرشیپ پروسه وځنډوله او د افغان محصلینو ازموینې وځنډول شوې.
 
هر کال، د ټولې نړۍ څخه ۴۰۰۰ زده کونکي د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا درجې لپاره د فولبرایټ بورسونه ترلاسه کوي.
 
له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۹۵۰ افغانانو د فولبرایټ سکالرشیپونو له لارې په امریکا کې زده کړې کړې دي.
 


د مطلب کود: 255161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255161/امریکا-افغان-محصلینو-ته-د-زده-کړي-زمینه-برابروي

آوا
  https://www.avapress.com