کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان حاجیانو وروستی کاروان سعودي عربستان ته ورسید

13 سرطان 1401 ساعت 9:42

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي چې له کابل څخه د حاجیانو د لیږد لړۍ پای ته ورسیده او وروستی کاروان یې پرون سعودي عربستان ته ورسید.


آوا - کابل: مجاهد زیاته کړه چې د حج او اوقافو وزارت او نورو اړوندو ادارو په هڅو ټول ۱۳۵۸۲ افغان حاجیان د فرضي حج د ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته ورسیدل.
 
باید وویل شي، چې سږ کال له افغانستان څخه د بیت الله الحرام له ۱۳ زرو څخه زیاتو حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی. تر دې مخکې د حج په مراسمو کې له هېواد څخه شاوخوا ۳۰ زره حاجیانو ګډون کاوه او د سعودي عربستان چارواکو اعلان کړی و چې سږ کال به له ټولې نړۍ څخه شاوخوا یو میلیون حاجیان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 255204

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255204/د-افغان-حاجیانو-وروستی-کاروان-سعودي-عربستان-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com