کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بیلاروس: د لویدیځ د پوځي اقداماتو په صورت کې، موږ به په پولنډ برید وکړو

16 سرطان 1401 ساعت 10:30

بیلاروس اعلان وکړ چې په پولنډ به برید وکړي که لویدیځ پارونکي اقدامات وکړي.


آوا، د بیلاروس پوځ اعلان کړی چې که لویدیځ د دغه هیواد پر ضد خپلو پارونکو پوځي اقداماتو ته دوام ورکړي، پر پولنډ به برید وکړي.

دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې بیلاروس په وروستیو ورځو کې د اوکراین له خوا پر خپله خاوره د توغندیو ناکامه حمله اعلان کړه.
 
د بیلاروس د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال روسلان کاسیګین وویل: امریکا او د هغې اروپایی متحدین له بیلاروس او روسیې سره مستقیمې وسله والې جګړې ته تیاری نیسي. د لوېديځ پارونکي عملونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
 
د بیلاروس دغه جګپوړي پوځي چارواکي د لویدیځو هیوادونو د اهدافو په بیانولو سره وویل: د امریکا او د هغې د متحدینو هدف روښانه دی، هغوی په ټولو سیاسي، پوځي، اقتصادي او استخباراتي ډګرونو کښې د پارونکو اقداماتو په لټه کې دي. همدارنګه، دوی هڅه کوي چې په بیلاروس کې د حکومت په بدلولو سره خپلو فکرونو ته نږدې حکومت رامینځته کړي.
 
هغه زیاته کړه: لویدیځ هیوادونه له ۲۰۱۴ کال راهیسي په پرله پسې توګه اوکراین ته وسلې لیږدوي. دوی د هیواد پوځ ته روزنه ورکوي ترڅو د روسیې سره د مقابلې لپاره ځانګړي چمتو شي. له بده مرغه دوی د دې شاهدان دي چې په بالتیک هیوادونو او پولنډ کې د روسیې او بیلاروس ضد افکارو ته وده ورکول کیږي.
 
کیسلین لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې که دوی بیلاروس ازمايي نو مینسک به د متناسب نظامي ځواب ورکولو څخه ډډه ونه کړي.
 


د مطلب کود: 255384

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255384/بیلاروس-د-لویدیځ-پوځي-اقداماتو-په-صورت-کې-موږ-پولنډ-برید-وکړو

آوا
  https://www.avapress.com