کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرزي د اختر د مبارکۍ پیغام، ملي خبرې د هېواد له ستونزو څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده

18 سرطان 1401 ساعت 10:23

د هېواد پخواني جمهور رئیس د لوی اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې دې ته په اشارې سره چې خواخوږي او یووالی د ملت د بریا راز دی، ټینګار وکړ چې د ملي خبرو پیل یوازینۍ لار ده د هیواد د ټولو ستونزو څخه.


آوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون (جمعه د سرطان ۱۷مه) یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې یووالی او د تفاهم او خبرو له لارې د ملي مسایلو حل د ملت د بریا راز دی.
 
نوموړي په دغه پيغام کې د ملي اجماع پيل د هېواد له ټولو ستونزو څخه د وتلو يوازنۍ لاره وبلله او پر پيل يې ټينګار وکړ.
 
ښاغلي کرزي وویل: هیله لرم چې ژر تر ژره د خبرو اترو د پیل شاهدان واوسو، ترڅو وکولای شو خپل ګران هیواد د سولې او ثبات، پرمختګ او سرلوړۍ، د تفاهم، ملي وحدت او یووالي له لارې د تلپاتې سولې په لور بوځو.
 
هغه یو ځل بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د هلکانو او نجونو د زده کړو د زمینې ترڅنګ دې ژر تر ژره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
 


د مطلب کود: 255448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255448/د-کرزي-اختر-مبارکۍ-پیغام-ملي-خبرې-هېواد-له-ستونزو-څخه-خلاصون-یوازینۍ-لار-ده

آوا
  https://www.avapress.com