کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى دى

20 سرطان 1401 ساعت 14:44

په غزني ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې پرون (یکشنبه د سرطان ۱۹مه) په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ چاودنه د یوه ماشوم ژوند واخیست. د دوی په وینا په دې پېښه کې یو بل ماشوم هم ټپي شوی دی.


آوا، دغه چاودنه د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۱۹ مه د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ په ګولوی کلي کې شوې ده.
 
په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
 
د هېواد په کلیو کې د جګړې د پاتې شونو چاودنې کله ناکله ملکي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان وژني.
 


د مطلب کود: 255514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255514/په-غزني-کې-د-هاوان-مرمۍ-چاودنې-له-امله-يو-ماشوم-وژل-شوى-دى

آوا
  https://www.avapress.com