دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 255514
په غزني کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى دى
په غزني ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې پرون (یکشنبه د سرطان ۱۹مه) په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ چاودنه د یوه ماشوم ژوند واخیست. د دوی په وینا په دې پېښه کې یو بل ماشوم هم ټپي شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس، دغه چاودنه د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۱۹ مه د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ په ګولوی کلي کې شوې ده.
 
په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
 
د هېواد په کلیو کې د جګړې د پاتې شونو چاودنې کله ناکله ملکي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان وژني.
 
https://avapress.com/vdchzmnik23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته