کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ازبکستان سرمشریزې ته خوشبینه ده

20 سرطان 1401 ساعت 15:43

د ازبکستان پلازمېنه د جولای پر ۲۵مه او ۲۶مه د یوې غونډې کوربه توب کوي چې د لږ تر لږه ۲۰ هېوادونو استازي به د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.


آوا، په دې غونډه کې به د نړیوالو سازمانونو غړي هم ګډون وکړي او د افغانستان استازیتوب به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي.
 
د افغانستان اسلامي امارت هیله من دی چې دغه ناسته به د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د افغانستان د حکومت او خلکو هیلو او غوښتنو ته به جدي پاملرنه وشي.
 
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل:«موږ هیله من یو چې په دې سرمشریزه کې به د افغانانو او هېواد اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د هېواد د ستونزو د هواري پر لارو چارو به بحث وشي.
 
د تاشکند د غونډې موخه په هېواد کې د ثبات د ټينګښت او د اقتصادي بحران د هواري پر لارو چارو خبرې کول دي.
 
د سياسي چارو يو کارپوه وويل: "ازبکستان هڅه کوي چې افغانستان په سياست او اقتصاد دواړو کې پياوړى کړي. دغه هېواد پلان لري چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي ځکه ازبکستان نه غواړي افغانستان په یوه بې قانونه هېواد بدل نه شي چې د اسیا په ګټه نه وي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له لسو میاشتو څخه په زیاته موده کې د افغانستان په اړه ګڼو ګاونډیو، سیمې او نړۍ غونډې جوړې کړې، خو تر اوسه هیڅ هیواد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
 


د مطلب کود: 255517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255517/اسلامي-امارت-د-افغانستان-په-اړه-ازبکستان-سرمشریزې-ته-خوشبینه-ده

آوا
  https://www.avapress.com