کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به وڅیړل شي

21 سرطان 1401 ساعت 9:02

د امریکا د ملي امنیت شورا له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر له سره کتنه وکړي، څو د تېروتنو د تکرار مخنیوی وشي.


آوا، د این بي سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا د ملي امنیت شورا له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتي، چې له افغانستان څخه د وتلو پر بهیر له سره کتنه وکړي، څو د تېروتنو د تکرار مخه ونیول شي.
 
 ویل کېږي چې دا څېړنه په داسې حال کې پیل شوې چې د بایډن امنیتي سلاکاران غواړي یو ځل بیا له افغانستان څخه د وتلو پر موضوع تمرکز وکړي، چې د بایډن اداره یې له نیوکو سره مخ کړې ده.
 
 
امریکايي امنیتي چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته یې هېواد د هر ډول تروریستي ګواښ سره د مقابلې لپاره د یوې قوي ستراتیژیکې اډې پر جوړولو کار کوي.
 


د مطلب کود: 255522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255522/له-افغانستان-څخه-د-امریکايي-ځواکونو-وتلو-بهیر-وڅیړل-شي

آوا
  https://www.avapress.com