افغان غږ خبری آژانس، د این بي سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا د ملي امنیت شورا له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتي، چې له افغانستان څخه د وتلو پر بهیر له سره کتنه وکړي، څو د تېروتنو د تکرار مخه ونیول شي.
ویل کېږي چې دا څېړنه په داسې حال کې پیل شوې چې د بایډن امنیتي سلاکاران غواړي یو ځل بیا له افغانستان څخه د وتلو پر موضوع تمرکز وکړي، چې د بایډن اداره یې له نیوکو سره مخ کړې ده.
امریکايي امنیتي چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته یې هېواد د هر ډول تروریستي ګواښ سره د مقابلې لپاره د یوې قوي ستراتیژیکې اډې پر جوړولو کار کوي.