کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع وزارت یوه امریکايي چورلکه ترمیم کړه

21 سرطان 1401 ساعت 10:09

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د یوې خرابي چورلکې د ترمیم خبر ورکړ.


آوا، یاد وزارت پرون دوشنبه (سرطان ۲۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا یوه جوړه شوې چورلکه یې چې په تېر حکومت کې ویجاړه شوې وه بېرته جږر کړي او الوتنې ته چمتو ده.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د تېر حکومت ۶۰ ویجاړې شوې چورلکې او الوتکې ترمیم او الوتنې ته چمتو شوي دي.
 
اوس مهال اسلامي امارت شاوخوا ۸۰ چورلکې او الوتکې لري، چې زیاتره یې د تېر حکومت د نسکورېدو پر مهال له منځه تللي او ویجاړې شوې دي.
 
له بلې خوا د کابل له سقوط وروسته د پخواني حکومت د پیلوټانو له خوا یو شمېر چورلکې او الوتکې ازبکستان ته انتقال شوې، چې د تاشکند حکومت لا هم اسلامي امارت ته له سپارلو ډډه کړې ده.
 


د مطلب کود: 255532

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255532/د-دفاع-وزارت-یوه-امریکايي-چورلکه-ترمیم-کړه

آوا
  https://www.avapress.com