دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 255532
د دفاع وزارت یوه امریکايي چورلکه ترمیم کړه
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د یوې خرابي چورلکې د ترمیم خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس، یاد وزارت پرون دوشنبه (سرطان ۲۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا یوه جوړه شوې چورلکه یې چې په تېر حکومت کې ویجاړه شوې وه بېرته جږر کړي او الوتنې ته چمتو ده.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د تېر حکومت ۶۰ ویجاړې شوې چورلکې او الوتکې ترمیم او الوتنې ته چمتو شوي دي.
 
اوس مهال اسلامي امارت شاوخوا ۸۰ چورلکې او الوتکې لري، چې زیاتره یې د تېر حکومت د نسکورېدو پر مهال له منځه تللي او ویجاړې شوې دي.
 
له بلې خوا د کابل له سقوط وروسته د پخواني حکومت د پیلوټانو له خوا یو شمېر چورلکې او الوتکې ازبکستان ته انتقال شوې، چې د تاشکند حکومت لا هم اسلامي امارت ته له سپارلو ډډه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdchxmnii23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته