کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوالې ټولنې بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین لامل شوي دي

22 سرطان 1401 ساعت 14:39

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د یو ټویټ په خپرولو سره پر افغانستان د نړیوالې ټولنې بندیزونو ته اشاره کړې او د نیمګړو پروژو د تمویل په بیا پیلولو کې د ملګرو ملتونو ځنډ د بشري ناورین لامل بولي. دده په وینا؛ عام خلک د نړیوالو بندیزونو اصلي قربانیان دي.


آوا، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین تېره شپه (سرطان ۲۱) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د نړیوالو بندیزونو او ځنډونو له امله په افغانستان کې فقر او بې روزګاري زیاته شوې ده.
 
هغه لیکلي: د افغانستان عام خلک د نړیوالې ټولنې د بندیزونو اصلي قربانیان دي.
 
د یادولو وړ ده چې شاوخوا یو کال وړاندې په افغانستان کې د پخواني حکومت له سقوط او د اسلامي امارت د بیا واک تر لاسه کولو سره امریکا د اسلامي امارت په وړاندې په لومړي اقدام کې د هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې بندې کړې.
 
له بلې خوا تراوسه هیڅ هیواد داسلامی امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی .
 


د مطلب کود: 255611

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255611/د-نړیوالې-ټولنې-بندیزونه-په-افغانستان-کې-بشري-ناورین-لامل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com