دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 255611
د نړیوالې ټولنې بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین لامل شوي دي
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د یو ټویټ په خپرولو سره پر افغانستان د نړیوالې ټولنې بندیزونو ته اشاره کړې او د نیمګړو پروژو د تمویل په بیا پیلولو کې د ملګرو ملتونو ځنډ د بشري ناورین لامل بولي. دده په وینا؛ عام خلک د نړیوالو بندیزونو اصلي قربانیان دي.
افغان غږ خبری آژانس، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین تېره شپه (سرطان ۲۱) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د نړیوالو بندیزونو او ځنډونو له امله په افغانستان کې فقر او بې روزګاري زیاته شوې ده.
 
هغه لیکلي: د افغانستان عام خلک د نړیوالې ټولنې د بندیزونو اصلي قربانیان دي.
 
د یادولو وړ ده چې شاوخوا یو کال وړاندې په افغانستان کې د پخواني حکومت له سقوط او د اسلامي امارت د بیا واک تر لاسه کولو سره امریکا د اسلامي امارت په وړاندې په لومړي اقدام کې د هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې بندې کړې.
 
له بلې خوا تراوسه هیڅ هیواد داسلامی امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی .
 
https://avapress.com/vdcfytd0yw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته