کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې دوه ماشومان په یوه څاه کې د ډوبیدو له امله مړه شوي

22 سرطان 1401 ساعت 15:00

د هلمند د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې دوه ماشومان د اوبو په څاه کې د ډوبیدو له امله مړه شوي دي.


آوا، د هلمند ولایت د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دوه هلکان او یوه نجلۍ پرون (سه شنبه د سرطان ۲۱مه) د اوبو په یوه څاه کې اویدلي.
 
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، دوه نارینه ماشومان مړه شوي؛ خو نجلۍ ژغورل شوې او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
 
باید وویل شي، چې په افغانستان کې غیر معیاري او غیر محفوظ څاګانو تل خلک په ځانګړې توګه ماشومان وژلي دي.
 


د مطلب کود: 255616

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255616/په-هلمند-کې-دوه-ماشومان-یوه-څاه-د-ډوبیدو-له-امله-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com