دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 255616
په هلمند کې دوه ماشومان په یوه څاه کې د ډوبیدو له امله مړه شوي
د هلمند د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې دوه ماشومان د اوبو په څاه کې د ډوبیدو له امله مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس، د هلمند ولایت د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دوه هلکان او یوه نجلۍ پرون (سه شنبه د سرطان ۲۱مه) د اوبو په یوه څاه کې اویدلي.
 
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، دوه نارینه ماشومان مړه شوي؛ خو نجلۍ ژغورل شوې او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
 
باید وویل شي، چې په افغانستان کې غیر معیاري او غیر محفوظ څاګانو تل خلک په ځانګړې توګه ماشومان وژلي دي.
 
https://avapress.com/vdca6mnui49nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته