کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نيمروز کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او ټپيان شوي

22 سرطان 1401 ساعت 15:43

د نيمروز ولايت خبري سرچينې وايي چې د دغه ولايت د زرنج – دلارام پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.


آوا: د باختر دولتي آژانس خبر ورکوي چې د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زرنج – دلارام پر لويه لاره د يوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله يوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
 
کارپوهان د دغو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او بې کيفيته او غير معياري موټر او سړکونه بولي.
 


د مطلب کود: 255619

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255619/په-نيمروز-کې-د-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-څلور-تنه-مړه-او-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com