دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 255619
په نيمروز کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او ټپيان شوي
د نيمروز ولايت خبري سرچينې وايي چې د دغه ولايت د زرنج – دلارام پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د باختر دولتي آژانس خبر ورکوي چې د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زرنج – دلارام پر لويه لاره د يوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله يوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
 
کارپوهان د دغو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او بې کيفيته او غير معياري موټر او سړکونه بولي.
 
https://avapress.com/vdcdfk0xnyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته