کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: په ادلب کې د امریکايي ځواکونو په برید کې د داعش مشر وژل شوی

23 سرطان 1401 ساعت 9:01

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې په سوریه کې د داعش مشر د سوریې په شمال ختیځ کې د دغه هېواد د ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.


آوا: پنټاګون د سه شنبې په ورځ (سرطان ۲۱) اعلان وکړ چې په سوریه کې د داعش مشر د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
 
د امریکا د دفاع وزارت د مرکزي قوماندې مرکزي دفتر دغه کس د ماهر العقل په نوم پیژندلی چې د داعش له پنځو جګپوړو قومندانانو څخه یو دی او زیاته کړې یې ده چې د عفرین د کردانو د جندیرس ښار ته نږدې په موټرسایکل سپاره د امریکايي بې پیلوټه الوتکې لخوا په نښه شو. .
 
د دغه رپوټ له مخې د العقل یو لوړ رتبه مرستیال هم سخت ژوبل شوی دی.
 


د مطلب کود: 255631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255631/پنټاګون-په-ادلب-کې-د-امریکايي-ځواکونو-برید-داعش-مشر-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com