دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 255631
پنټاګون: په ادلب کې د امریکايي ځواکونو په برید کې د داعش مشر وژل شوی
د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې په سوریه کې د داعش مشر د سوریې په شمال ختیځ کې د دغه هېواد د ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: پنټاګون د سه شنبې په ورځ (سرطان ۲۱) اعلان وکړ چې په سوریه کې د داعش مشر د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
 
د امریکا د دفاع وزارت د مرکزي قوماندې مرکزي دفتر دغه کس د ماهر العقل په نوم پیژندلی چې د داعش له پنځو جګپوړو قومندانانو څخه یو دی او زیاته کړې یې ده چې د عفرین د کردانو د جندیرس ښار ته نږدې په موټرسایکل سپاره د امریکايي بې پیلوټه الوتکې لخوا په نښه شو. .
 
د دغه رپوټ له مخې د العقل یو لوړ رتبه مرستیال هم سخت ژوبل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchxmniz23nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته