دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 213356
پنټاګون وایي تر اوسه نه ده ثابته چې روسیې دې طالبانو ته امریکایي سرتیرو وژلو لپاره پیسې ورکړي وي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې روسیې دې افغانستان کې د امریکایي سرتیري وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي وي.
پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي دوی د هغو معلوماتو ارزونې ته دوام ورکوي چې کني د روسیې استخبارات افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو د بد غوښتنې فعالیتونه کوي.
په همدې حال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشرې جینا هاسپل او د امریکا د ملي اطلاعاتو مدیر جان راتکلیف د طبقه بندي شوو اطلاعاتو افشا کیدل په افغانستان او نورو هیوادونو کې امریکایي ځواکونو لپاره خطرناکه بللي او ویلي دي چې دوی د مطرح شوو ادعاوو ارزونې باندې لګیا دي.
له دې وړاندې د امریکا د ولسي جرګې مشر له هاسپل او ښاغلي راتکلیف نه غوښتي و چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وژلو باندې د روسیې تورنیدو په تړاو یادې جرګې ته ځواب ووایي.
بله خوا سپینې ماڼۍ هم ویلي چې روسیې باندې ادعاوو په تړاو هیڅ راز عمومي اجماع نشته او اوس د روسیې پر وړاندې د امریکا د ولسمشر اقداماتو په اړه څه نشي ویلی.
ناټو هم ویلي چې د دغه سازمان ماموریت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ساتنه ده او با ثباته افغانستان نه یواځې د امریکا او د هغې د متحدینو، بلکې د روسیې او ټولې سیمې په ګټه دی.
وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي و چې کني روسیې افغانستان کې د امریکا ځواکونو وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي دي.
https://avapress.com/vdcftmd0vw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته