کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اتریش له افغانستان سره اووه میلیونه یورو مرسته وکړه

23 سرطان 1401 ساعت 9:08

د اتریش حکومت اعلان کړی چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې له وجهي صندوق څخه به ۷ میلیونه یورو افغانستان ته ولیږي.


آوا: د اتریش د اروپا او نړیوالو چارو فدرالي وزارت د سه شنبه ورځ  (سرطان ۲۱) اعلان وکړ چې له طبیعي پیښو سره د مبارزې له وجهي صندوق څخه به ۷ میلیونه یورو افغانستان ته ولیږي.
 
د دغه وزارت په وېبپاڼه کې راغلي چې د اتریش حکومت د افغانستان د ملکي وګړو د کړاوونو د کمولو په موخه په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې مرستندویه موسسو ته اوه میلیونه یورو ورکوي.
 
د اتریش له اوو میلیونو یورو مرستو څخه به څلور میلیونه یورو د کډوالو لپاره د یو میلیون یورو د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون او دوه میلیونه یورو په افغانستان کې د اتریش مرستندویه موسسو ته ځانګړې شي.
 
په دې وروستيو کې د هېواد په سوېل ختيځ کې د زلزلې او د هېواد په ډېرو سيمو کې د سيلابونو په څېر طبيعي پېښو سلګونه زره کسانو ته سخت زيانونه اړولي دي.
 


د مطلب کود: 255633

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255633/اتریش-له-افغانستان-سره-اووه-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com