دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 255633
اتریش له افغانستان سره اووه میلیونه یورو مرسته وکړه
د اتریش حکومت اعلان کړی چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې له وجهي صندوق څخه به ۷ میلیونه یورو افغانستان ته ولیږي.
افغان غږ خبری آژانس: د اتریش د اروپا او نړیوالو چارو فدرالي وزارت د سه شنبه ورځ  (سرطان ۲۱) اعلان وکړ چې له طبیعي پیښو سره د مبارزې له وجهي صندوق څخه به ۷ میلیونه یورو افغانستان ته ولیږي.
 
د دغه وزارت په وېبپاڼه کې راغلي چې د اتریش حکومت د افغانستان د ملکي وګړو د کړاوونو د کمولو په موخه په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې مرستندویه موسسو ته اوه میلیونه یورو ورکوي.
 
د اتریش له اوو میلیونو یورو مرستو څخه به څلور میلیونه یورو د کډوالو لپاره د یو میلیون یورو د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون او دوه میلیونه یورو په افغانستان کې د اتریش مرستندویه موسسو ته ځانګړې شي.
 
په دې وروستيو کې د هېواد په سوېل ختيځ کې د زلزلې او د هېواد په ډېرو سيمو کې د سيلابونو په څېر طبيعي پېښو سلګونه زره کسانو ته سخت زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcjtie8tuqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته