کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې د کولرا خپرېدل؛ په ګرشک کې د ناروغانو شمېر ۵۰ ته ورسېد

23 سرطان 1401 ساعت 13:53

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې تر ۵۰ ډېر وګړي په کولرا اخته شوي دي. تر دې مخکې په باغران ولسوالۍ کې ۵۹۰ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي وو.


آوا: د هلمند ولایت د اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې تر اوسه په ګرشک ولسوالۍ کې دا ناروغۍ هیڅ ځانی زیان نه دی اړولی.
 
په همدې حال کې د هلمند په باغران ولسوالۍ کې ۵۹۰ تنه په کولرا اخته شوي چې له دې ډلې ۱۸ تنه مړه شوي دي.
 
بل خوا په دايکنډي کې ځايي سرچينې هم وايي، چې د دغه ولايت د نوشمش ولسوالۍ په سرحدي کليو کې هم د کولرا ناروغۍ له امله ١١ تنه مړه شوي دي.
 
تر دې مخکې په کندهار او زابل کې هم د کولرا ناروغي خپره شوې ده.


د مطلب کود: 255661

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255661/په-هلمند-کې-د-کولرا-خپرېدل-ګرشک-ناروغانو-شمېر-۵۰-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com