دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 255661
په هلمند کې د کولرا خپرېدل؛ په ګرشک کې د ناروغانو شمېر ۵۰ ته ورسېد
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې تر ۵۰ ډېر وګړي په کولرا اخته شوي دي. تر دې مخکې په باغران ولسوالۍ کې ۵۹۰ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس: د هلمند ولایت د اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې تر اوسه په ګرشک ولسوالۍ کې دا ناروغۍ هیڅ ځانی زیان نه دی اړولی.
 
په همدې حال کې د هلمند په باغران ولسوالۍ کې ۵۹۰ تنه په کولرا اخته شوي چې له دې ډلې ۱۸ تنه مړه شوي دي.
 
بل خوا په دايکنډي کې ځايي سرچينې هم وايي، چې د دغه ولايت د نوشمش ولسوالۍ په سرحدي کليو کې هم د کولرا ناروغۍ له امله ١١ تنه مړه شوي دي.
 
تر دې مخکې په کندهار او زابل کې هم د کولرا ناروغي خپره شوې ده.
https://avapress.com/vdcaimnu649nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته