کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ اقتصادي او پوځي تړونونه لاسلیک شول

25 سرطان 1401 ساعت 14:38

دغه هېواد ته د جوبایډن د سفر پر مهال امریکا او سعودي عربستان د پوځي، انرژۍ، مخابراتو، فضا او روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې ۱۸ تړونونه لاسلیک کړل.


آوا، د سعودي دولتي ټلویزیون اعلان کړی، چې امریکا او سعودي عربستان دغه هېواد ته د جوبایډن د سفر پر مهال په بېلابېلو برخو کې د انرژۍ، مخابراتو، فضا او روغتیا ساتنې په ګډون ۱۸ تړونونه لاسلیک کړل.
 
د سعودي د رسمي خبري آژانس د راپور له مخې، په دغو تړونونو کې د امریکايي فضايي او دفاعي شرکتونو لکه «بوینګ» او «رایټون» او همدارنګه د روغتیايي خدمتونو له شرکتونو میډټرونیک، ډیجیټل تشخیص او IQVIA سره قراردادونه شامل دي.
 
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاکې انرژۍ، اټومي انرژۍ او د یورانیمو د پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
 
د فارس خلیج بډایه هیوادونه لکه سعودي عربستان او متحده عربي امارات د پاکې او نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې پانګونه کوي، خو په عین حال کې د نړۍ د انرژۍ د خوندیتوب لپاره د هایدرو کاربن انرژۍ د کارولو پر دوام ټینګار کوي.
 
جو بایډن؛ د امریکې ولسمشر پرون په بازار کښې د تیلو د عرضې د زیاتولو او په خپل هیواد کښې د تېلو د بیې د راټیټولو په هدف د تېلو د زیات تولید لپاره د ریاض د قناعت لپاره پرون سعودی عربستان ته ورسېد.
 
د ګازو د بیو زیاتوالی او په امریکا کې د ژوند لګښت د دې لامل شوی چې د بایډن شهرت په چټکۍ سره راټیټ شي.
 
په دې اړه، جیک سلیوان؛ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار له خپل سفر مخکې اعتراف وکړ: جوبایډن به روانه اونۍ په سعودي عربستان کې د فارس خلیج د هیوادونو له مشرانو سره په کتنه کې د اوپیک د غړو هیوادونو له خوا د تیلو د بیې د راټیټولو په خاطر د تیلو د زیات تولید وړاندیز وکړي.
 
بایډن لویدیځې اسیا ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې و فلسطین، سعودي عربستان، لویدیځې غاړې او د فلسطین اشغال شویو سیمو کې ولاړل.
 


د مطلب کود: 255736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255736/د-امریکا-او-سعودي-عربستان-ترمنځ-اقتصادي-پوځي-تړونونه-لاسلیک-شول

آوا
  https://www.avapress.com