کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا او سعودي عربستان په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر ملاتړ ټینګار وکړ

26 سرطان 1401 ساعت 9:25

د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین، د نجونو د تعلیم او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړ.


آوا: جو بایډن؛ د امریکا ولسمشر او محمد بن سلمان؛ په یوه ګډه اعلامیه کې د سعودي عربستان ولیعهد د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پر ملاتړ، امنیت، له ترهګرو سره پر مبارزې، په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو په تامین او د نجونو په تعلیم ټینګار کړی دی.
 
 خبرپاڼه زیاتوي: د امریکا او سعودي عربستان مشرانو له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام، د افغانانو د اړتیاوو د پوره کول، د ښځو او نجونو د حقونو د تامین په ګډون د نجونو د تعلیم، د روغتیایی خدماتو د کچي لوړل او د ښځو لپاره د کار حق باندي ټینګار وکړ.
 
د امریکا او سعودي عربستان دا ګډه اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د واک له بیا پیلیدو راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
 
باید وویل شي چې جو بایډن؛ د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د صهیونیسټي رژیم او سعودي عربستان له چارواکو سره وکتل.
 


د مطلب کود: 255763

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255763/امریکا-او-سعودي-عربستان-په-افغانستان-کې-د-نجونو-تعلیم-پر-ملاتړ-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com