کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې دجنايي جرمونو په تور په تيرو دريو مياشتو کې ١٨٠ تنه نيول شوي دي

29 سرطان 1401 ساعت 10:45

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا ۱۸۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.


آوا - مزارشریف: د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله عبیدي نن چهارشنبه )سرطان ۲۸) وویل چې دغه کسان په قتل، سړي تښتونې، غلا، غیر قانوني کړنو او قاچاق کې لاس لري.
 
دده په وینا؛ له نیول شویو کسانو څخه ۱۵ میله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۵۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکي، ۳۰۰ بوتله شراب او ۲۷ عرادې موټر هم نیول شوي دي.
 
عابدي دغه راز وويل: په تېرو درېيو مياشتو کې په کندوز کې د اور وژنې ٢٥ پېښې شوې دي او پر وخت د اور وژنې کارکوونکو په رسېدو سره د ٣٦٧٠ زره افغانيو مالي او ځاني زيانونو مخه نيول شوې ده.
 
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند د دغه ولايت د امنيه قوماندان بختيار معاذ په وينا، هېڅوک حق نه لري، چې د کندز ښاريانو مال او ژوند ته زيان ورسوي او د خلکو لپاره وېره او انديښنه رامنځته کړي او خلک بايد په دې برخه کې همکاري وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې کندز په تېرو شلو کلونو کې په شمال ختيځ کې تر ټولو ناامنه ولايت بلل کېده او د دغه ولايت د اوسېدونکو په وينا، د دغه ښار په هر ګوټ کې ګڼې وژنې، غلاوې او بېلابېل جنايي جرمونه کېږي.
 


د مطلب کود: 255911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255911/په-کندز-کې-دجنايي-جرمونو-تور-تيرو-دريو-مياشتو-١٨٠-تنه-نيول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com