دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 255911
په کندز کې دجنايي جرمونو په تور په تيرو دريو مياشتو کې ١٨٠ تنه نيول شوي دي
د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا ۱۸۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله عبیدي نن چهارشنبه )سرطان ۲۸) وویل چې دغه کسان په قتل، سړي تښتونې، غلا، غیر قانوني کړنو او قاچاق کې لاس لري.
 
دده په وینا؛ له نیول شویو کسانو څخه ۱۵ میله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۵۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکي، ۳۰۰ بوتله شراب او ۲۷ عرادې موټر هم نیول شوي دي.
 
عابدي دغه راز وويل: په تېرو درېيو مياشتو کې په کندوز کې د اور وژنې ٢٥ پېښې شوې دي او پر وخت د اور وژنې کارکوونکو په رسېدو سره د ٣٦٧٠ زره افغانيو مالي او ځاني زيانونو مخه نيول شوې ده.
 
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند د دغه ولايت د امنيه قوماندان بختيار معاذ په وينا، هېڅوک حق نه لري، چې د کندز ښاريانو مال او ژوند ته زيان ورسوي او د خلکو لپاره وېره او انديښنه رامنځته کړي او خلک بايد په دې برخه کې همکاري وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې کندز په تېرو شلو کلونو کې په شمال ختيځ کې تر ټولو ناامنه ولايت بلل کېده او د دغه ولايت د اوسېدونکو په وينا، د دغه ښار په هر ګوټ کې ګڼې وژنې، غلاوې او بېلابېل جنايي جرمونه کېږي.
 
https://avapress.com/vdcizwarzt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته