افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت وايي چې په تیر یو نیم کال کې د ځمکو د غصب او غاصبینو د مخنیوي د کمیسیون له پیل راهیسې له ۲.۵ میلیونه جریبه ډیرې دولتي ځمکې بیرته راګرځیدلي دي.
د یادولو وړ ده چې دجمهوریت پر مهال په سلګونو زره جریبه دولتي ځمکه د زورواکو لخوا غصب شوې وه چې د هغه وخت دولت یې د بیرته راګرځولو توان نه درلود او د اسلامي امارت په راتګ سره دولتي ځمکې بیرته غراګرځیدلي کیږي.