کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: بشري مرستو په افغانستان کې د بشري ناورین مخه نیولې ده

30 سرطان 1401 ساعت 15:24

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر یا (OCHA) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې څه باندې ۱،۱ میلیونه کسانو له نغدي مرستو څخه ګټه پورته کړې او ویلي یې دي چې دې مرستو په افغانستان کې د بشري ناورین مخه نیولې ده.


آوا: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (پنجشنبه د سرطان ۳۰مه) په یوه راپور کې ویلي چې دغه مرستې تر ډېره بې کوره شوې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر په بدخشان ولایت کې د یوې کونډې د ژوند د وضعیت په بیانولو سره چې له دغو نغدي مرستو څخه برخمنې دي، ټینګار وکړ چې دغه مرستې د یوه بشري ناورین د مخنیوي توان لري.
 
دغه بنسټ ویلي چې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله په افغانستان کې ډېری بې کوره کورنۍ شته چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
وروسته له دې چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته ورسېد او پر هېواد پراخ بندیزونه ولګیدل، او له دي سره بې وزلۍ او کړاو کچه ورځ په ورځ زیاتېږي.
 


د مطلب کود: 255987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255987/اوچا-بشري-مرستو-په-افغانستان-کې-د-ناورین-مخه-نیولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com