دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 255987
اوچا: بشري مرستو په افغانستان کې د بشري ناورین مخه نیولې ده
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر یا (OCHA) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې څه باندې ۱،۱ میلیونه کسانو له نغدي مرستو څخه ګټه پورته کړې او ویلي یې دي چې دې مرستو په افغانستان کې د بشري ناورین مخه نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (پنجشنبه د سرطان ۳۰مه) په یوه راپور کې ویلي چې دغه مرستې تر ډېره بې کوره شوې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر په بدخشان ولایت کې د یوې کونډې د ژوند د وضعیت په بیانولو سره چې له دغو نغدي مرستو څخه برخمنې دي، ټینګار وکړ چې دغه مرستې د یوه بشري ناورین د مخنیوي توان لري.
 
دغه بنسټ ویلي چې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله په افغانستان کې ډېری بې کوره کورنۍ شته چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
وروسته له دې چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته ورسېد او پر هېواد پراخ بندیزونه ولګیدل، او له دي سره بې وزلۍ او کړاو کچه ورځ په ورځ زیاتېږي.
 
https://avapress.com/vdcbwsb5zrhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته