دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 258323
اوچا: په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې زلزلې او سېلابونو زرګونه کسان اغېزمن کړي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په هېواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د چهارشنبې په ورځ (سنبلي ۱۶) وویل چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې زلزلې او سیلابونو زرګونه کسان زیانمن کړي چې د ژمي په را رسېدو سره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
 
د اوچا په وینا، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د وروستیو طبیعي پیښو له قربانیانو سره د مرستې توان نه لري او د دې پیښو مالي او ځاني زیانونه خورا زیات دي. .
 
هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې په وروستيو اوونيو کې د سېلابونو له امله ٢٠٠ کسان وژل شوي او ٣٠٠ نور ټپيان شوي او ١٢ زره د استوګنې کورونه او سلګونه زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې کتنه کې وویل: له هیوادونو، بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او خیریه خلکو څخه غوښتنه کوم چې د وروستیو طبیعي پیښو له ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.
 
هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې بشري مرستې له سیاسي مسایلو سره نه شریکوي. ځکه دا مرستې د افغانستان خلکو ته رسېږي او اوس خلک دغو مرستو ته تر بل هر وخت ډېر اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcirvarpt1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته