کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سپینه ماڼۍ: د امریکا او چین ترمنځ د سړې جګړې احتمال

1 اسد 1401 ساعت 9:40

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وویل، د تایوان په اړه د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې او په دې برخه کې هر ډول کړکېچ د چین او امریکا ترمنځ د سړې جګړې لامل کېدای شي.


آوا: د فاکس نیوز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان چې پرون یې د اسپین په امنیتي غونډه کې خبرې کولې، وویل: د تایوان په اړه د واشنګټن پالیسي نه ده بدله شوې او واشنګټن د تایوان ټول پرمختګونه له نږدې څاري.
 
سلیوان زیاته کړه: جو بایډن جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې دې ته هم اشاره وکړه چې د تایوان په اړه زموږ تګلاره تغیر نه ده کړي. موږ خپلو ستراتیژیکو پالیسیو ته غاړه کیږدو او ساتو. امریکا اوس هم له چین سره د هر هغه شخړو له پراختیا څخه ډډه نه کوي چې واشنګټن لپاره د سړې جګړې د پیلیدو لامل شي، او په اوسني وضعیت کې یې احتمال شته.
 
د امریکا د ملي امنیت سلاکار اعلان وکړ چې واشنګټن هغه څه ته ژمن دی چې د تایوان په اړه یې اعلان کړی او دې سیمې ته د امتیازاتو ورکولو ته چمتو دی.
 
امریکا په آرام سمندر، اروپا او منځني ختیځ کې په ښه وضعیت کې ده او له چین سره د نړیوالو سیالیو ته په کتلو سره د دې هېواد پر وړاندې ودرېږي.
 
هغه له افغانستان څخه د وتلو په اړه د بایډن پرېکړې ته په اشارې سره، دا سمه پرېکړه وبلله او ټینګار یې وکړ چې ولسمشر لا هم په دې باور دی چې له افغانستان څخه وتل سمه پرېکړه وه.
 


د مطلب کود: 256018

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256018/سپینه-ماڼۍ-د-امریکا-او-چین-ترمنځ-سړې-جګړې-احتمال

آوا
  https://www.avapress.com