دخپریدو نیټه :شنبه ۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 256018
سپینه ماڼۍ: د امریکا او چین ترمنځ د سړې جګړې احتمال
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وویل، د تایوان په اړه د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې او په دې برخه کې هر ډول کړکېچ د چین او امریکا ترمنځ د سړې جګړې لامل کېدای شي.
افغان غږ خبری آژانس: د فاکس نیوز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان چې پرون یې د اسپین په امنیتي غونډه کې خبرې کولې، وویل: د تایوان په اړه د واشنګټن پالیسي نه ده بدله شوې او واشنګټن د تایوان ټول پرمختګونه له نږدې څاري.
 
سلیوان زیاته کړه: جو بایډن جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې دې ته هم اشاره وکړه چې د تایوان په اړه زموږ تګلاره تغیر نه ده کړي. موږ خپلو ستراتیژیکو پالیسیو ته غاړه کیږدو او ساتو. امریکا اوس هم له چین سره د هر هغه شخړو له پراختیا څخه ډډه نه کوي چې واشنګټن لپاره د سړې جګړې د پیلیدو لامل شي، او په اوسني وضعیت کې یې احتمال شته.
 
د امریکا د ملي امنیت سلاکار اعلان وکړ چې واشنګټن هغه څه ته ژمن دی چې د تایوان په اړه یې اعلان کړی او دې سیمې ته د امتیازاتو ورکولو ته چمتو دی.
 
امریکا په آرام سمندر، اروپا او منځني ختیځ کې په ښه وضعیت کې ده او له چین سره د نړیوالو سیالیو ته په کتلو سره د دې هېواد پر وړاندې ودرېږي.
 
هغه له افغانستان څخه د وتلو په اړه د بایډن پرېکړې ته په اشارې سره، دا سمه پرېکړه وبلله او ټینګار یې وکړ چې ولسمشر لا هم په دې باور دی چې له افغانستان څخه وتل سمه پرېکړه وه.
 
https://avapress.com/vdchz-ni623nmvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته