دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 37930
سپینه ماڼۍ؛ د افغانستان لپاره به د امریکا ستراتیژي بدله نه شي
واشنګټن د القاعده ځپلو، ګډوډولو، بې وسلې کولو او ماتولو ته ژمن دی او افغانانو ته روزنه ورکوي چې خپل امنیت په خپله وساتلی شي.
تاند - سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل د یوه امریکايي پوځي له خطا سره سره، چې شپاړس ملکي افغانان یې ووژل، په افغانستان کې به د امریکا ستراتیژي بدله نه شي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني وویل:«زموږ ستراتیژی هدفونه نه دي بدل شوي او بدل به نه شي.»

ده همداراز وویل:واشنګټن د القاعده ځپلو، ګډوډولو، بې وسلې کولو او ماتولو ته ژمن دی او افغانانو ته روزنه ورکوي چې خپل امنیت په خپله وساتلی شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما مخکې لا ویلي چې له خپلو ناټو متحدانو سره د موافقې پراساس له افغانستانه په تدریجي ډول ځواکونه باسي او د ۲۰۱۴ کال تر پایه د دغه هیواد د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري.

کارني وویل:« دا یو ستونزمن وخت دی، په دې کې شک نشته، خو د امریکا حکومت به پر هغه څه کار ته دوام ورکړي چې دا هیواد فکر کوي په افغانستان کې د امریکا د ملي امنیتي ګټو لپاره حیاتي دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مارک ټونر د کندهار د پېښې په خاطر د صبر او حوصلې غوښتنه وکړه او ویې ویل:«بیخي ښکاره ده چې موږ پوهېږو چې دا به په هغو سیمو کې احساسات وپاروي چې کړکېچ مخکې لا موجود دی، موږ د ارام اوسېدو بلنه ورکوو، دا منو چې دا د افغانانو لپاره یوه ناوړه تراژیدي وه خو موږ په عین حال کې وعده ورکړې چې د امن، خوندي او سوکاله افغانستان لپاره به زموږ ژمنه دوام ولري او همداراز د دې ځانکړې قضیې په اړه موږ د افغان قربانیانو لپاره عدالت تطبیقوو او بې محاسبې یې نه پرېږدو.»
د سپینې ماڼۍ ویندوی د افغانستان په برخه کې د امریکا د ستراتیژۍ په اړه د پنجوايي قتلونو ته په اشارې وویل:«باور نه لرم چې دا پېښه به د هغې ستراتیژۍ چوکاټ بدل کاندي چې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره جوړه شوې ده.»

کارني دا هم وویل چې د پوځیانو د ایستلو د سرعت په اړه د امریکا له متحدانو سره خبرې روانې دي او دا به یقیناً د مې په میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د بحث موضوع وي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني ژمنه وکړه چې د امریکا پوځ او سیاسي مامورین به د افغانستان له حکومت او پوځ سره په ګډه کار وکړي چې د کندهار د دردوونکې پېښې په اړه تحقیقات وشي او دا یقیني کړي چې احتساب شته.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyhet.uqeatz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته