کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات لپاره اړین دی

1 اسد 1401 ساعت 14:43

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د سیمي ثبات د افغانستان سولې او ثبات ته اړتیا لري.


آوا: حسن کاظمی قمی؛ د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي له بلاول بوټو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره اساسي شرط دی.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، کاظمي قمي همداراز یادونه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې د ایران لپاره خورا مهم دي او په افغانستان کې یې د پاکستان د «رغنده» رول ستاینه وکړه.
 
اعلامیه زیاتوي، په دې کتنه کې بوټو یو ځل بیا د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان پر ژمنو ټینګار وکړ او د کډوالو د مدیریت، سیمه ییز امنیت او اداري میکانیزمونو په ګډون یې د افغانستان په اړه د پاکستان او ایران ترمنځ نږدې همکاري مهمه وګڼله.
 
نوموړي په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت د تامین په موخه له اسلامي امارت سره د دوامداره رغنده تعامل او عملي همکارۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
 


د مطلب کود: 256040

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256040/په-افغانستان-کې-سوله-او-ثبات-د-سیمې-لپاره-اړین-دی

آوا
  https://www.avapress.com