کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور او بادغیس ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین بهیر پیل شو

2 اسد 1401 ساعت 15:29

د غور د عامې روغتیا ریاست وايي، په غور او بادغیس ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین شپږم پړاو پیل شوی دی.


آوا - هرات: د پولیو د واکسین شپږم پړاو په غور او بادغیس ولایتونو کې پیل شوی او تمه ده چې په دغه پړاو کې به شاوخوا ۴۰۰ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو په وړاندې واکسین شي.
 
ډاکټر نادر ارمان؛ د غور د عامې روغتیا ریاست د معافیت مسئول وايي، ټاکل شوې چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دوه سوه زره ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.
 
همدا راز د بادغیس ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم ۱۸۴ ماشومان واکسین کیږي.
 
دا کمپاین به په غور او بادغیس ولایتونو کې درې ورځې دوام وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د پوليو په له منځه وړلو کې نه دى بريالى شوى او په يو شمېر ولايتونو کې د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 


د مطلب کود: 256087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256087/په-غور-او-بادغیس-ولایتونو-کې-د-پولیو-ضد-واکسین-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com