دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 256087
په غور او بادغیس ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین بهیر پیل شو
د غور د عامې روغتیا ریاست وايي، په غور او بادغیس ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین شپږم پړاو پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د پولیو د واکسین شپږم پړاو په غور او بادغیس ولایتونو کې پیل شوی او تمه ده چې په دغه پړاو کې به شاوخوا ۴۰۰ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو په وړاندې واکسین شي.
 
ډاکټر نادر ارمان؛ د غور د عامې روغتیا ریاست د معافیت مسئول وايي، ټاکل شوې چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دوه سوه زره ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.
 
همدا راز د بادغیس ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم ۱۸۴ ماشومان واکسین کیږي.
 
دا کمپاین به په غور او بادغیس ولایتونو کې درې ورځې دوام وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د پوليو په له منځه وړلو کې نه دى بريالى شوى او په يو شمېر ولايتونو کې د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcdj90x5yt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته