کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان کې د هاوان د مرمۍ د چاودیدلو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي

3 اسد 1401 ساعت 13:25

په اروزګان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودیدلو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.


آوا: د اروزګان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند آغاولي قریشي نن دوشنبه د اسد ۳مه وویل چې دا پېښه تېره ورځ د اروزګان ولایت د خاص ولسوالۍ په ششپر کلي کې رامنځته شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په نورو ولایتونو کې هم له جګړې څخه د پاتې شوو هاوان مرمۍ چاودنې وخت پر وخت قرباني اخلي او د دغو پېښو ډېری قربانیان هغه ماشومان دي، چې له دې جنګي مهماتو سره بلد نه دي.
 


د مطلب کود: 256121

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256121/په-ارزګان-کې-د-هاوان-مرمۍ-چاودیدلو-له-امله-دوه-ماشومان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com