دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 256121
په ارزګان کې د هاوان د مرمۍ د چاودیدلو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي
په اروزګان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودیدلو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اروزګان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند آغاولي قریشي نن دوشنبه د اسد ۳مه وویل چې دا پېښه تېره ورځ د اروزګان ولایت د خاص ولسوالۍ په ششپر کلي کې رامنځته شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په نورو ولایتونو کې هم له جګړې څخه د پاتې شوو هاوان مرمۍ چاودنې وخت پر وخت قرباني اخلي او د دغو پېښو ډېری قربانیان هغه ماشومان دي، چې له دې جنګي مهماتو سره بلد نه دي.
 
https://avapress.com/vdccieqis2bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته