کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په امریکا کې د منکی پوکس ناروغانو زیاتوالی

4 اسد 1401 ساعت 14:59

په امریکا کې د مونکي پوکس په ناروغۍ د ۳ زره کسانو د اخته کیدو سره دغه هیواد د خبرداري کچې ته رسیدلی دی.


آوا: په امریکا کې د مونکي پوکس د نږدې ۳۰۰۰ مثبتو پېښو په تایید سره، د عامې روغتیا کارپوهانو خبرداری ورکړی چې هېواد یې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره وخت له لاسه ورکوي.
 
له لاس انجلس څخه د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي د مرکز له مخې، په دغه هېواد کې نيويارک ايالت د ۹۰۰ قضيو په لرلو سره، په کاليفورنيا کې د ۳۵۶ قضيي او په فلوريډا کې ۲۴۷ پېښې لري.
 
په همدې حال کې روغتیا پوهان وايي چې ښايي په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د ورکړل شویو شمېرو په پرتله کم وي. په متحده ایالاتو کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو د جمعې په ورځ تایید کړه چې دوه ماشومان په مونکي پوکس اخته شوي چې یو یې د کالیفورنیا اوسیدونکی دی او بل یې د متحده ایالاتو اوسیدونکی نه دی.
 
د عامې روغتیا متخصصین په دې اړه څیړنه کوي چې دا ماشومان څنګه د مونکي پوکس اخته شوي. دې کارپوهانو خبرداری ورکړ چې متحده ایالات د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره یو مهم پړاو ته داخل شوي او د کالیفورنیا پوهنتون پروفیسور این ریموین وايي: "هره ورځ چې تیریږي او موږ اقدام ونکړو ، احتمال دا دی چې موږ به ونه کولای شو دا ناروغي کنټرول کړو.
 


د مطلب کود: 256189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256189/په-امریکا-کې-د-منکی-پوکس-ناروغانو-زیاتوالی

آوا
  https://www.avapress.com