دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 256189
په امریکا کې د منکی پوکس ناروغانو زیاتوالی
په امریکا کې د مونکي پوکس په ناروغۍ د ۳ زره کسانو د اخته کیدو سره دغه هیواد د خبرداري کچې ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په امریکا کې د مونکي پوکس د نږدې ۳۰۰۰ مثبتو پېښو په تایید سره، د عامې روغتیا کارپوهانو خبرداری ورکړی چې هېواد یې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره وخت له لاسه ورکوي.
 
له لاس انجلس څخه د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي د مرکز له مخې، په دغه هېواد کې نيويارک ايالت د ۹۰۰ قضيو په لرلو سره، په کاليفورنيا کې د ۳۵۶ قضيي او په فلوريډا کې ۲۴۷ پېښې لري.
 
په همدې حال کې روغتیا پوهان وايي چې ښايي په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د ورکړل شویو شمېرو په پرتله کم وي. په متحده ایالاتو کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو د جمعې په ورځ تایید کړه چې دوه ماشومان په مونکي پوکس اخته شوي چې یو یې د کالیفورنیا اوسیدونکی دی او بل یې د متحده ایالاتو اوسیدونکی نه دی.
 
د عامې روغتیا متخصصین په دې اړه څیړنه کوي چې دا ماشومان څنګه د مونکي پوکس اخته شوي. دې کارپوهانو خبرداری ورکړ چې متحده ایالات د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره یو مهم پړاو ته داخل شوي او د کالیفورنیا پوهنتون پروفیسور این ریموین وايي: "هره ورځ چې تیریږي او موږ اقدام ونکړو ، احتمال دا دی چې موږ به ونه کولای شو دا ناروغي کنټرول کړو.
 
https://avapress.com/vdcg739xyak9nq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته