کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړوي

6 اسد 1401 ساعت 15:22

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې به ۱۱ زره زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي.


آوا - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېرې میاشتې زلزلې ځپلو ۱۱ زره کسانو ته به نوي کورونه جوړ کړي.
 
دغه سازمان ویلي دي چې د دغو کسانو لپاره یې موقتي سرپناه جوړه کړې ده.
 
د UNHCR د کډوالو د چارو یوه چارواکي تاکاشیما یومیلکو وویل، دوی په پام کې لري چې دغو ټولو ۱۱۰۰۰ کسانو ته نوي کورونه جوړ کړي.
 
زه باید ووایم؛ په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د روان کال د سرطان میاشتې د لومړۍ نیټې د سهار د یوې خونړۍ زلزلې په پایله کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شول.
 


د مطلب کود: 256284

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256284/ملګري-ملتونه-د-خوست-او-پکتیکا-زلزله-ځپلو-ته-نوي-کورونه-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com